یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ملا دادالله شهید ارمان مو وکړ!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 4, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
72
ځلې شریک شوی
903
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ابو یاسر افغان

پښتو متل دی چې کږې خولې په سوک سمیږي؛ خو اې کاش چې د هغه چا قدر موږ کولې، کومو چې به کږې خولې په سوک سمولې. د جمعې په ورځ چې د پنجشیر د څو لنډه غرو او نظاریانو لخوا په کابل ښار کې د لاریون په نوم کومه شومه دسیسه پر لاره اچول شوې وه، د کره معلوماتو په اساس د دغه لاریون تر شا تر ډېره د ایران لاس و او دا لکه د لمر روښانه خبره ده چې ایران په افغانستان کې پراخې هڅې پیل کړي، تر څو لکه د عراق او یمن په څېر دلته هم خپل لاسپوڅي واک ته ورسوي او بیا چې څه ډول ایران غواړي، په هماغه ډول به د افغانستان سیاست عیاریږي!

د جمعې د ورځې په لاریون کې چې په اصل کې د واک د نیولو هڅه وه زیاتره لاریون کوونکي مسلح وو، شاوخوا ۵۰۰ دوکانونه په کې چور شول، روژې په کې وخوړل شوې او د بې حیایۍ کچه په کې بیخي لوړه وه. د لاریون مشران احمدضیاء مسعود او او د ده همکاران لکه خلیلي، عطاء نور او د شمالي ټلوالې څو نور پخواني جنګسالاران و، د لاریون کوونکو لخوا د مرګ بر پشتونها؛ شعارونه هم ورکول کېدل، په بله معنی دا لاریون کاملاً د قومي او ژبنیزو تعصبونو او شخړو د را پارولو په موخه را بلل شوی ؤ، خو د پولیسو سره په اخ ډب کې د ۷ تنو لاریون کوونکو په وژل کېدا دا لاریون ګډوډ او بلاخره پای ته ورسېد.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

په داسې حالت کې هر با احساسه افغان او بیا په خاص ډول پښتنو ته دا پوهېدل پکار دي، چې څوک خپل زمري په خپلو لاسونو وژني، نو د بل د ګېدړانو ښکار به ګرځي، نن ورځ هماغه وباشان د مرګ بر پشتونها نارې وهي چې پرون ورته ملا دادالله رهبر پر خولو غاښ ماتوونکي وارونه ور حواله کړي و، هماغه ملا دادالله رهبر چې د ټلوالې غلو او وباشانو ته به د هغه له ډاره خوبونه نه ورتلل، کله چې په شهادت ورسېد، نو تر ټلوالې مخکې پرې تش په نوم پښتنو خوشحالي کوله، نن به پښتون پوه شوی وي، چې څنګه یې د خپلو زمریانو قدر ونکړ او د پردیو د ګيدړانو ښکار وګرځېدل.

د ارګ اصلي واکمنان امریکایان دي له امریکا وروسته بیا حکومت په دوو ډلو تقسیم شوی چې یوه غوښنه برخه یې د ټلوالې وباشانو او بله د تشو هډوکو برخه یې د اشرف غني په شمول یو شمېر هغو پښتنو ته رسېدلې چې لا له وړاندې یې افکار د کمونیزم او سیکولرزم وایرس ځپلي او د خپلو پښتنو په وینو یې لاسونه سره دي؛ دا نن هم وګورئ د کابل ادارې زندانونه له پښتنو ډک دي، د جنګ قربانيان یواځې پښتانه دي او د ټلوالې وباشان د پښتنو په اوبو د ایران سره سوداګري کوي، پښتنو ته په دغه غلام حکومت کې څوک هیڅ اهمیت نه ورکوي، پرته له هغو چې زاړه کمونیستان او یا نوي ډیموکراتان دي.

پښتنو ته لږ فکر په کار دی، د ټلوالې غلو د احمدشاه مسعود، خلیلي، فهیم، رباني، عطاء نور، احمدضیاء مسعود او… جنایتونو او ظلمونو ته هیڅ و نه کتل، آن هغه جنایتونو ته یې هم و نه کتل چې پخپله د همدغو خپلو قومونو سره یې کړي و، هغوی یې په مشرۍ ومنل، قدر یې ورکړ او هغه دی یوه وړه ولسوالي (پنجشیر) یې په ولایت بدله شوه. ۸ تنه یې وزیران او ګڼ شمېر نور یې د ارګ لخوا په غوښنو څوکیو وګمارل شول.

دا مې د دې لپاره و نه ویل چې پښتانه باید د چوکیو لپاره مبارزه وکړي، هسې خو په دې غلام حکومت کې لوړې او ټيټې څوکۍ ټولې د امریکا د سفارت لخوا توزیع کیږي او صلاحیتونه یې محدود دي، مګر دا خو به منو کنه، چې د پښتون قوم برخلیک د ټلوالې د غلو او جنګي مجرمینو په لاسونو کې دی، دا ولې؟

ځکه چې پښتنو د خپلو مشرانو قدر ونکړ، د خپلو مشرانو په حق کې یې د ټلوالې په درواغجنو تبلیغاتو تر ټلوالې ډېر شخوند وواهه او دادې ګورو چې نن پښتانه په خپل کور کې حتی یو چره ییز ټوپک نه شي ساتلې د خپل حفاظت په خاطر، ځکه چې د داخلي او خارجي عسکرو لخوا د سختې سزا سره مخ او زندان ته وړل کیږي، مګر د ټلوالې یو عادي نفر هم پخپل کور، دوکان او دفتر کې ځان سره څو میله ساتي، د لکونو میله سلاح ډیپوګانې ورسره دي، دا هر څه هم خارجيان ګوري او هم داخلیان، خو په هکله یې بې تفاوته دي، زه چې دا حالات ګورم فلسطین مې مخې ته ودریږي!

موږ د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ امتیازي توپیرونو ته قایل نه یو، خو دومره ضرور وایو چې د اقلیت په اکثریت د مسلط کولو طرحه امریکایي طرحه ده او پایله به یې د پښتنو لپاره ښه نه وي، دا سمه ده پرونی لاریون وځپل شو، خو دا لاریون پای نه، پیل دی، بل وار به حالت تر دې هم سنګین شي، هیله مو داده چې پښتانه دی د نورو ورونو قومونو سره یو ځای د خپل راتلونکي په هکله فکر او عمل وکړي، خپل ځانونه دی په اشرف غني نه ساتي، ځکه چې هغه خپل ځان نه شي ساتلې نو د پښتنو به څه ساتنه وکړي، که دا نن ترې امریکا لاس واخیست، سبا به یې څوک مړ وجود هم و نه ګوري، د غلامۍ د ژوند پایله ډېره عبرتناکه وي.

په اخر کې همدومره وایم چې د پروني لاریون په لیدلو به ډېرو پښتنو د ملادادالله رهبر ارمان کړی وي، خو که پښتانه ویښ شي، دغه د کی جي بي او ایران لنډه غرو ته هر پښتون یو بل ملا دادالله رهبر دی، الله تعالی جل جلاله دی ملا دادالله رهبر شهید د جنتونو سردار کړي، ایله د دغو وباشانو‍ په ځواب پوهېده.

د آزاد، متحد، غښتلي او اسلامي افغانستان په هیله!

مخکینې مطلب

تازه څېړنه:اسلام به په راتلونکي کې د ډیرو پلویانو لرونکی دین وي

بل مطلب

څوک خپلې داعیې ته په ریښتیا ژمن دي؟

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com