(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۶) الماس خدرخېل
ولسمشر اشرف غني د اسلامي وحدت ګوند مشر او د پخوانی ولسمشر مرستيال کريم خليلي د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ټاکلی دی.
پرون ناوخته افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د خبريالانو يوې غونډې ته وويل، چې کريم خليلي يې د سولې شورا د مشر په توګه ټاکلی دی.
کريم خليلي تر دې مخکې د دغې شورا مرستيال و.
د سولې عالي شورا د پخواني مشر پير سيد احمد ګيلاني له مړينې وروسته محمد اکرم خپلواک د دغې شورا د اجرايه مشر په توګه وټاکل شو.
د يادې شورا د دارالانشا پخوانی رئیس محمد ایوب رفیقي د ښاغلي خلیلي ټاکنه مصلحتي بولي او زياتوي، چې له وسله والو طالبانو سره د ښاغلی خلیلي پخوانیو جګړو او د سولې په شورا کې د مرستیالۍ دندې ته په کتو دا د دې څوکۍ لپاره مناسب انتخاب نه دی.
ډيری سياستوال او څارونکي دغې چوکۍ ته د کريم خليلي ټاکل کېدل مصلت بولي او همدارنګه وايي چې دغې شورا د سولې په اړه کومه مهمه لاسته راوړنه نه ده لرلې.
















