نن په پلازمېنه کې د (کابل پروسې) په نوم د ۲۵ هېوادونو او يو شمير نړيوالو سازمانونو تر منځ نړيواله ناسته وشوه، چې د سولې او تروريزم سره د مبارزې په اړه پکې بحث وشو.
په دغه ناسته کې ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو پر مهال طالبان سولې ته راوبلل او زياته يې کړه، چې هرځای دی وغواړي د سولې د خبرو لپاره به ورشي.
خو طالبانو په کابل کې ننۍ ناستې ته په اشارې سره ويلي، که دغه ډول ناستې د افغانستان د اشغال د اوږدولو لپاره وي بې نتیجې او که د اشغال د ختمولو او له افغانستانه د خارجي قوتونو د وتلو لپاره وي نو افغانان به يې استقبال وکړي.
طالبان وايي، د بهرنيانو (اشغالګرو) په شتون کې د سولې په نامه خبرې کومه نتيجه او معنا نه لري.
ذبيح الله مجاهد وايي، کابل اداره د دې لپاره مذاکرات کوي چې مجاهدين ورته تسليم شي او په خبره يې چې د سولې په نامه روانه جعلي پروسه به هيڅکله بريالۍ نه شي.
د دوی په باور، ريښتيني مجاهدين دې د تاريخ تيرو ټوپکمارو غوندې نه قياس کوي، ځکه ريښتينی مجاهد نه تسليميږي.


















