ترکيه قطر هېواد ته ۵ زره پوځيان استوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۸) الماس خدرخېل

د ترکيې حکومت پريکړه کړې، چې د قطر هېواد ته خپل ۵۰۰۰ زره پوځيان واستوي.

پرون ماښام ناوخته  د ترکيې واکمن ګوند پارلمان ته دوه طرحې وړاندې کړې، چې يو يې قطر ته د پوځيانو لېږل او بل يې د دواړو هېوادونو تر منځ پوځي همکاري او ګډ پوځي تمرينات پيلول دي چې دواړه طرحې د پارلمان له خوا ومنل شوې.

يو شمير عربي سرچينو ويلي، قطر ته د پوځيانو لېږلو پريکړه مخکنۍ وه خو په سيمه کې د حالاتو خرابېدو دغه قانون ژر راوړاندې کړ او دغه هېواد ته يې د پوځيانو د لېږلو قانون مخکې تصويب کړ.

د رویټرز خبري اژانس ويلي د ترکيې ياده شميره سرتيري به د قطر په نظامي اډو کې ځای پر ځای شي.

سعودي، بحرين، يمن، امارات او مصر درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د قطر سره يې ديپلوماتيکي اړيکې پرې کړې او د دغه هېواد ټول ديپلوماتان يې له خپلو هېوادونو وويستل.

دوی تور پورې کړ، چې قطر هېواد د فلسطين له حماس د ايران حزب الله او اخوان المسلين ډلو سره اړيکي لري او له دوی ملاتړ کوي.

يادو هېوادونو په قطر هوايي او ځمکنۍ ټولې لارې هم تړلي دي.

بايد وويل شي، چې تر دې مخکې هم په قطر کې د ترکيې ۲۰۰ مشاورين هم موجود وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button