د فکر ټال؛ انسان او تصور – پنځمه برخه

د خړې حجرې خړ طالب

ملا او امریکا ولې سره وران دي؟ او نادره خو لا داده چې د دواړو صیغو صرفي وزن هم سره برابر دی!

ملا او امریکا!

ما چې څومره فکر کړی او تل مې ذهن په دې خبره کې بــند وي، اصلاً دا دواړه د هر چا په هر څه کې کار ور لري.

ملا دې په اودس ماتې کې، حیا دې وي، هم کار درلري او په روژه ماتې کې هم، دا کوه دا مکوه، دا روا دا ناروا، په دې کار کفر ته وځې، په دې کار خدای ته ورنږدې کیږې.

المطلوب ملا دې د دارینو د فلاح خواته کشوي او د یو با وقاره ژونــد لور ته دې بولې چې انساني ټولنه ورباندې ښیرازه کیږي او هر څه به دې په حد برابر وي.

د انسانیت فلاح د دین په حدودو کې نغښتی.

ملا ستا کړه وړه، معاملات او عبادات، سیاسي او عقیدوي ژوند، اجتماعي او فردي ژوند، مدني، د کلي او کورنۍ ژوند، اقتصادي او زراعتي ژوند، تعلیمي، فکري او نظرياتي ژوند؛ ټول څارې او غلطۍ ته دې نه پریږدي

خو بر عکس کافر چې اوس یې امریکا په سر کې قرار لري او د ټول کفر علمبرداره ده هغه دې بیا د نفس او شیطان په لومو کې بندوي، دنیا درته ښاسیته کوي او خواهشات درته پریمانه کوي و آخرت دې بربادوي.

امریکا هم د مسلمان په هر څه کې کار لري تر څو یې د خدای دښمنۍ ته ودروي.

موږ په سترګو وینو چې امریکا د اسلامي ټولنو د اخلاقي او معاشرتي اضمحلال لپاره څومره سرګردانه ده، شپه او ورځ یې د مسلمان د بې دینۍ او بد اخلاقۍ لپاره په ځان یوه کړې.

موږ په سترګو وینو چې د پلیتې او شیطانې امریکا مردار او نجس پل په کوم ځای کې ایښودل شوی هغه ملک او ټولنه د اخلاقو له پلوه، د دیانت له پلوه، د مدنیت له پلوه او د ټول انسانیت له پلوه له رکود او خمود سره مخ شوې.

که څه هم امریکا او د فساد په خورولو کې د امریکا سهامي مشترکین او داړه ماران یې د تمدن او مدینت ډنډورې وهي، د ترقۍ او پیشرفت او انساني ژوند د ارتقا دعوه کوي، او دا جاهلان پوهان یعنې مدني فعالان او نور د دوی فکري ځامن چې عقیدوي او نطریاتي مکروب یې زړه ته داخل شوی، ځان ته روڼ اندي او روشن فکره وایي خو په حقیقت کې تاریک فکره، جاهل فکره، او د دجالي ارتجاع په لومو کې راګیر دي، د امریکا ډول ته ګډیږي او اسلام ته یې شا اړولې او ورباندې متعرض وي.

موږ چې هر وخت د سکول او مکتب په خلاف خبره کوو د سکول او مکتب د مضامینو او د دې عصري علومو د پوهانو خلاف مو خبره نده کړې دا پوهان د ټولنې یو ډیر مهم اړخ تشکیلوي او انساني ټولنه ستر ضرورت ورته لري.

زموږ خبره د دې تعلیمي ادارو د ماحول په حق کې ده.

سکول یا مکتب که له یوې خوا د تعلیمي او علمي نګاه څخه ټولنې ته عصري پوهان وړاندې کړي او د انساني ټولنې ضروریات یې د ژوند په هره ساحه کې په لوړه کچه پوره کړي او ټولنه یې د معاشرتي پلوه ښیرازه کړې خو له بل پلوه یې د خپل فاسد ماحول په لرلو سره چې د بیګانګانو له خوا د دې ادارو ماحول تل یرغمل شوی؛ ټولنه له یو لړ مشکلاتو سره مخ کړې چې زموږ او ستاسو ولس، ټولنه او وطن د داسې فاجعو شاهد دی او په غبږ کې سخت ډیر ژوندي مثالونه لري چې افغان مظلوم ولس له پوره څلورو لسیزو را په دیخوا ورسره لاس او ګریوان دی.

کمونیزم او د هغه نادودې او ناخوالې چې زموږ د ولس د بدبختیو ستر لامل دی؛ هم د سکول او مکتب پیداوار دی چې د فکر ټال په راتلونکو برخو کې به بحث پرې وشی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button