فارياب چارواکي: وسله وال بريد کې ۵ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۸) الماس خدرخېل

د فارياب ولايت چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په بريد کې د سيمه ييزو پوليسو په ګډون پنځه عسکر وژل شوي دي.

د دغه ولايت د پوليسو وياند عبدلکريم يورش رسنيو ته ويلي، چې بريد پرون ماښام د قرغان ولسوالۍ د ايماق خانه سيمه کې شوی دی.

هغه وايي، په وژل شويو کې يې درې سيمه ييز پولیس دي.

د هغه په وينا، د پېښې له ځای څخه بريد کوونکي تښتېدلي خو زياتوي چې په اړه يې تحقيقات دوام لري.

د دغه بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی دی.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې په دغه بريد کې د (قومندان اسلام) او (قومندان چاري خان) په ګډون پنځه عسکر  د دوی د پلويانو له لوري وژل شوي دي.

د احمدي په وينا په پايله کې څلور ميله وسله هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button