ټرمپ د قطر امير سپينې ماڼۍ ته وربللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۸) الماس خدرخېل
د قطر او يو شمير خلیجي هېوادونو د وروستي کړکيچ د رامنځته کېدو وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر امير شیخ تميم الثاني سپينې ماڼۍ ته وربللی دی.
د سپينې ماڼې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټرمپ د قطر د امير سره ټليفوني خبرې کړي او نوموړي سره يې د خليجي هېوادونو په اړه د همکارۍ او اتحاد ټينګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترهګريزو ډلو د مالي سرچينو د وچولو لپاره د سيمې يووالی مهم دی او بايد په ګډه کار وکړل شي.
ټرمپ په دغه خبرو کې د خليج هېوادونو او قطر تر منځ د رامنځته شوي کړکيچ د ختمولو وړانديز کړی او ټينګار يې کړی که اړتيا وليدل شي نوپه راتلونکې کې به ټولو خواوو په ګډون غونډه جوړوي.
د راپورونو له مخې تېره ورځ ټرمپ او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز هم په ټليفوني خبرو کې د ترهګريزو ډلو د مالي ملاتړ کوونکو د مخنيوي په اړه خبرې کړي.
بايد وويل شي، چې تېره دوشنبه د سعودي په ګډون اووه خليجي هېوادونو د قطر سره ټولې ديپلوماتيکي اړيکې د حماس، حزب الله او اخوان المسلين څخه د ملاتړ او نږدې اړيکو لرلو له امله پريکړې.
قطر ويلي، چې دوی به متقابل ګام پورته نه کړي او د يادو هېوادونو سره د راپورته شوې ستونزې د حل په موخه مذاکراتو ته تيار دي.



