خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۸) الماس خدرخېل

په خاص ارزګان ولسوالۍ کې له تيرو دوه ورځو راهيسې جګړه روانه ده، چې د افغان ځواکونو يو شمير پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د خاص ارزګان امنيه قوماندان څارمن عبدالصمد امريکا غږ ته ويلي، چې د تيرو دوه ورځو د جګړې په موده کې د افغان ځواکونو پنځه پوستې طالبانو نيولي دي.

نوموړی زياتوي، لا هم د ولسوالۍ ودانۍ د وسله والو تر کلې کلابندۍ لاندې ده او په خبره يې چې يادې پنځه دفاعي پوستې چې د دغې ولسوالۍ په قلعه خور سيمې کې پرتې وې ولسوالۍ ته يې تکتيکي شاتګ کړی دی.

څارمن عبدالصمد له حکومته د اکماليدو غوښتنه وکړه او زياتوي چې د تسلمېدو امکان مو نشته خو ټول به مړه شو.

امنيه قومندان وايي، که د حکومت له لوري ورسره مرسته ونه شي ښايي دغه ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو لاس ته ولوېږي.

له تير يو کال راهيسې د يادې ولسوالۍ ځمکنۍ لارې له مرکز سره پرې شوي او ټول اکمال يې د هوا له لارې کېږي.

په عين حال کې د ارزګان سرپرست امنيه قوماندان پاسوال رحمت الله صديقي وايي د ولسوالۍ د سقوط ګواښ له منځه تللی او سيمې ته يې هوايي او ځمکنی کومک استولی دی.

ويل کېږي، د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ لا هم جګړه روانه ده.

طالبانو رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ يې په خاص ارزګان کې يو شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او يوه پوسته يې هم نيولې ده.

طالبان وايي، په دغه پوسته کې دوی ته يو شمير وسلې او پوځي توکي هم لاس ته ورغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button