څرنګه د ټولنیزو رسنیو څخه مثبتې اغیزې تر لاسه کړو؟

عبدالرحمن ذکي

ټولنيزي شبکې خلک له يوه او بل سره وصل کوي، د خلکو په شخصي ارتباطاتو جوړولو کي ټولنيزي رسنۍ مهم کردار تر سره کوي، تر څو د خلکو له يوه بل سره تعلق جوړ شي، ټولنيزي رسنۍ خلکو ته د نورو سره د ورته ګټو اخيستلو لپاره ځانګړی ارتباط جوړوي.

دغه رسنۍ فقط د غږيز يا صوتي يا ويديوي پيغام ليږلو لپاره کار نه کوي، بلکه د درسي موضوع ګانو د بحث لپاره هم کار کوي. په مثبت کردار سره ټولنیز شبکه يو شخص د ژوند کیفیت لوړوي او کولی شي چې روغتيايي خطرونه هم کم کړي. ډېر خلک وایي چې دوی له ټولنیزو شبکو په ښې استفادې سره کومې منفي تجربې نه دې تر لاسه کړې.

د ټولنیزو شبکو په کارولو سره د زده کوونکو لپاره د ټیکنالوجۍ مهارتونو کي معلومات اخيستلو لپاره مرسته کوي او د عصري علومو په اړه ډېر مختلف نظرونه څخه ګټه موندلو لپاره فرصت تر لاسه کيږي.

سره د پوهني ښو مهارتونو، په ټوله نړۍ کې د ټولنيزي شبکي کاروونکو په اړه د هغوي د کلتورونو دوده په اړه مطالب تر لاسه کوي د زده کونکو لپاره يو ښه فرصت ور په برخه کوي. همدارنګه د زده کړو لپاره د ټولنیزو شبکو په استفاده سره زده کونکي کولي شي آنلاین درسونه خبرې مجلي ورځپاڼي څخه ښه زده کړه وکړي.

۶۰٪ سلنه محصل دا ادعا کوي چه دوي له اينترنت څخه د زده کړي په برخه کې ډير پر مختګ کړي او ۴۰٪ سلنه محصلين بيا د مکتب له لاري زده کړه خوښه کړي.

دغه زده کوونکي داسې ښکاري چې په شمول د مثبتو اړیکو، تخليقي فکر، همکارۍ، ښه مشرتابه، مهارتونو او تکنالوژي د يويشتمي پيړي له دودیزو سره سم یوه فوق العاده او منظم ټولګه لري.

ډير پلرونه په مکتبونو کې د نورو درسونو تر سنګ داينترنت له لاري زده کړه خوښوي او ځيني پر مختللي مکتبونو کې د اينترنت له لاري درسونه ورکول کيږي ترڅو دي له نورو محصلو سره په تماس کې اوسي او د زده کړي په برخه نورو محصلينو سره خپله نظرونه تبادله کړي.

له ټولنيزي رسنيو څخه فقط شخصي ګټه نه اخيستله کيږي بلکه د کار موندني په صورت کې هم ګټور وي، د کاري او د سوداګريزي بڼي په برخه کې د ان لاين تبليغاتو له لاري خپل سوداګريز ټولګي ته پر مختګ ور کولاي شي د بيلګي په توګه د خپلو توليداتو لپاره وړ مراجعينو سره په تماس کې کيداي شي، د ټولنيز رسني له لاري په کامل باور سره خپلو توکو ته وده ورکولاي شي، د نړي له خلکو سره د ارتباطاتو لپاره ټولنيز رسنيو ډير بدلون راوستي او د اړيکو نيولو لپاره ډيري مناسب لاري يي رامنځته کړي.

ټولنیز شبکي اوس د ګرځنده تلیفون د په څير کارونه اجرا کوي، دا انګېرل به غلط نه وي چه خلکو د تيرو لسو کلونو په پرتله د ټولنیزو شبکو استعمال ۷۰٪ سلنه زیات کړي په مجموع کې د ټولنيز شبکو څخه د کار اخيستني په موخه ګرځنده تیلیفونونه څخه استفاده کوي.

خلک کولای شي د گرځنده تلیفونونو څخه د خپل موقف اخيستلو، تبصرې، مقالي، انځورونو، پيغامونه واستوي. او له هر ځای د خپل تليفون د اوسمهالولو په وجه خلکو ته ددې زمينه برابره کړي چه په خپل کارونه کې چټکوالي او همدارنګه ځینې وخت ټولنیزو شبکو له لاري په ارتباط کې او سي.

ټولنیزو شبکو يا ګرځنده تیلیفونونه له لارې د پام وړ کاروونکو يا ملګرو سره هم په ارتباط کي کيداي سي او زيات شمير خلکو سره په کاري برخه کې لاسرسي موندلي شي. د ګرځنده تليفونونو څخه د کاراخيستلو په صورت کې ټولنيزي شبکي نسنتآ  د کمپيوتر څخه کار اخيستلو په پرتله ډير دي لکه فیسبوک، تويتر، انستاګرم، وايبر، واتس اپ، او نور دغه رنګه شبکو له ګرځنده شبکو څخه ليدنه کيږي.

که په لنډو جملو يي اختتام وکړم نو دابه ووايم په ټولنيزي شبکو کي منفي کارونو سره خپل وخت بربادول به د هغه کس په ذهنيت بدي پايلي ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button