صومالیه: د الشباب برید کې ۶۱ پوځیان وژل شوي

په صومالیه کې د الشباب ډلې پر یوه پوځي قرارګاه د برید په پایله کې ۶۱ پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د رسنیو د خبر له مخې، الشباب جهادي ډلې د صومالیا په پنټلنډ ریاست کې د صومالي پوځ پر قرارګاه برید کړی چې په پایله کې یې ۶۱ پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د الشباب ډلې له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په برید کې یې ګن شمېر موټر او زیاته اندازه وسله هم نیولې ده.
صومالي چارواکي وايي چې دا په تېرو څو کلونو کې د الشباب ډلې تر ټولو خونړی برید دی چې په پنټلنډ کې ترسره کېږي.
الشباب یو جهادي غورځنګ دی چې له القاعده یې سره بیعت کړی دی. یاده ډله تر ډېره په جنوبي صومالیه کې فعاله ده.



