دګرمۍ په موسم کې دشنو چايو ګټې (دوېمه برخه)

ډاکټر فصيح الله عمرزى

 دغرب طبپوهانو په اند ، شين چاې په خوند اومزاج کې له تورچي سره زيات توپير لري . هغه په دې دليل چې طبپوهانو په ٥٢ تنو دشنوچايو او ٣٠ تنو دتورو چايو تجربه وکړه درې مياشتې ېې په دې تجربه کار وکړ ، وروسته  ثابته شوه،  چا چې  په درې مياشتو کې شين چاې څښلې هغه به د طبپوهانو په ازموينه کې دخبرو اوپوښتنو په ځوابونوکې له تورچايو دڅښونکو په پرتله تيز(تند) مزاجه وو.

شين دې او که تورچاې په اصل کې دبدن او دماغو دارام لپاره غوره شويدې خو د دواړو چايو ډير تند استعمال ګټور نه دى .

دتورچي په نسبت  شين  چاې دماغ خشک کوي لکه څرنګه  چې  په خوند او رنګ کې تيزوالى  پيداکوي دارنګ  د بل انسان سره په خبرو او  ځنې وخت په يوه موضوع کې هم دتيزوالي اوتريخوالي سبب ګرځي.

درې سوه څلورويشت کاله دمخه  دچين  پادشاه چنګ  ناروغه شو؛   دماغي نا ارامي ورته پيداشوه ، دپښو لاسونو اودبدن دټولو هډوکو په درد اخته شو،طبيبان ېې راټول کړل هر طبيب پرې خپله تجربه پېل کړه خو چنګ  دبدن دهډوکو له درده زږيروي کول يوه طبيب چې هرماخستن ېې ورته دايشيدلو اوبو دڅښلو مشوره ورکړه عمل ېې پرې پېل کړ .

په دربارکې دچايو بوټي چې هغه وخت لا چا دچايو په نامه نه پيژندل کيدل  د دربار دښکلالپاره په  دربارکې دلارې پرسرکرل شوي وو  چاې ديو شمير نورو بوټو په څير د دوبې دګرمۍ او دژمي دسختې يخنۍ مقابله کولاي شي هروخت ېې بوټي شين او دربار پرې ښکلى وي .

يوه شپه چې درباري خدمتګار دشپې دباران پرمهال په يوه لاس کې ېې درڼالپاره دړوکه او په بل لاس کې  دجوش کړو اوبو جام نيولاى ؤ په جوش کړو اوبوکې له پاسه يوه پانه پريوته  خدمتګار پادشاه ته د رسيدو دمخه د دړوکې په رڼا  په جام کې له پاسه پريوتې پاڼه وليده زرېې له اوبوپورته کړه اوبيا د پادشاه ارامګاه ته ورننو ت جوش کړې اوبه ېې پادشاه ته ورکړې پادشاه چنګ په  يوه سا وڅښلې او پريووت.

داشپه پرپادشاه ښه په ارام تيره شوه او دهډوکو درد ېې هم کم شو .

نوربيا .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button