داعش وايي ۲ تښتول شوي چینایان یې وژلي

داعش ډله وايي د بلوچستان ایالت له کویټې نه تښتول شوي چينایان یې وژلي دي.

د خبر له مخې، داعش پر خپل رسمي اژانس اعماق باندې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي چې دوه تنه چینایان یې وژلي دي.

د یادونې وړ ده د مئ میاشتې په ۲۴مه د کویټې ښار د جناح ټاون په سیمه کې ۲ چینایان تښتول شوي و. ویل کېږي چې دواړه چینایان په کويټه کې د چنايي ژبې د زده کړې په یوه اداره کې استادان و.

پاکستاني چارواکي وايي چې د تښتول شویو چینايي وګړو د وژنې په اړه پلټنه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button