ننګرهار کې بې پیلوټه الوتکه لوېدلې

تېره شپه د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکه لوېدلې.
د ننګرهار ولایت چارواکو رسنیو ته ویلي چې بې پیلوټه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي تېره شپه یوولس بجې د بهسودو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
چارواکي وايي، الوتکه یې بېرته د ننګرهار هوايي ډګر ته سپارلې ده.



