افغانستان ويسټ انډيز ته په يوه ورځنۍ سيالۍ کې ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۰) الماس خدرخېل
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ افغانستان په ۶۳ منډو وګټله.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ۵۰ اورونو کې ۲۱۲ منډې جوړې وکړې.
وېسټ انډيز لوبډلې ونشوای کړای ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړی يې د ۱۴۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.
له افغان توپ وهونکو جاويد احمدي تر ټولو ډېرې ۱۰۲ منډې وکړې، پر ده سربېره ګلبدين نايب ۴۱، محمد نبي ۲۷ او سميع الله شينواري ۲۲ ، رحمت شاه ۱۷، نورعلي ځدران ۵ او اصغر ستانکزي ۲ منډې جوړې کړې.
د ويسټ انډيز لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه کړای شو او ټوله لوبډله يې په ۴۵ اوور کې په ١٤٩ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٦٣ منډو په توپير سره وګټله.
د وېسټ انډيز لوبډلې څخه هوپ د ۳۵ او جوزف د ۲۷ منډو په جوړولو وتوانېدل.
د افغان توپ اچوونکو له لوري راشد خان ښه وځلېد، نوموړي د وېسټ انډيز اووه مهم لوبغاړي په ۱۸ منډو وسوځول او د نننۍ سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز دولت ځدران دوه او ګلبدين نايب يو لوبغاړى وسوځول.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان په يوې ورځنۍ سيالۍ کې وېسټ انډيز ته ماته ورکوي.
د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ راتلونکې لوبه د جون مياشتې پر ۱۱ نېټه ده.



