نن افغان حکومت په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۰) الماس خدرخېل
نن شنبه په ټول هېواد کې د افغان حکومت له لوري ملي ماتم اعلان شوی او د افغانستان بیرغونه په داخل او خارج کې نيمه ځوړند دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په کابل، خوست او هرات کې د وروستيو چاودنو، بريدونو له امله سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، د دغه وروستيو پېښو د وژل شويو ته د درناوي په موخه يې ملي ماتم اعلان کړی دی.
په تېرو څو اوونيو کې په کابل کې يو شمیر چاودنې وشوې، چې له امله يې سلګونه کسان ووژل شول.
د ځينو چاودنو مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخيست.
طالبانو دغه بريدونه نه دي منلي او دا يې په حکومت کې د واک په سر د خپلمنځي شخړو او بدبينيو لامل بللی.



