د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یوه افغان سرتیري ۴ بهرني عسکر وژلي دي.
نن ماسپښین شاوخوا درې بجې یو تن افغان سرتېري د بهرنیو ځواکونو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې ۴ بهرني عسکر وژل شوي دي؛ له برید وروسته افغان سرتېری هم وژل شوی دی.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم یاده پېښه تایید کړې ده. وزیري زیاتوي چې ډزې پر هغو عسکرو شوې دي چې په سیمه کې یې افغان ځواکونو ته مشورې ورکولې. نوموړی وايي ”نن د درې بجو په شاوخوا کې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې یوه تن د ملی اردو په جامو کې په بهرنیو ځواکونو چې د مشورې لپاره هلته وه انداخت کړی دی.“
دفاع وزارت تر دې دمه د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو وايي ”مسئله تر څېړنې لاندې ده.“
بل خوا، طالبانو ویلي چې بریدګر سرتېری د دوی نفوذي ملګری و ”نن ۱بجه دننګرهار اچین ولسوالۍ لته بند سیمه کې یونفوذي مجاهد په امریکایي عسکرو برید وکړ ۴ امریکایان یې ووژل، مجاهد هم شهید شو.“
بهرنیو ځواکونو تر دې دمه څه نه دي ویلي.


















