که مونږ دا فکر وکړو؟
چې په هر ځاي کې الله اکبر وایو، ددې مقصد څه دی؟
لیکوال: مظهــــــــري طالب
د ماشوم په غوږ کې الله اکبر، په هر آذان کې الله اکبر، په اقامت کې الله اکبر، په لمانځه کې الله اکبر، د هر څاروي او مرغه په حلالیدو الله اکبر، په غره باندې د ختلو په وخت الله اکبر، چې څمَلې الله اکبر، په جنازه کې الله اکبر، د کافرانو سره د مقابلې په وخت الله اکبر، ددې دومره زیات الله اکبر ویلو مقصد څه دی؟( الله اکبر من کل شیءٍ)” الله لوي دی دهرشي نه”
نو چې الله د هر شي نه لوي او اکبر دی، نو دهغه نظام( چې شرعي نظام دی) هم اکبر دی، ددې دومره ډېر الله اکبر ویلو مقصد هم دادی چې په ځمکه هم باید الله اکبر وي
پوځ به اکبر نه یي، جمهوریت به اکبر نه یي، کافر به اکبر نه یي بلکې الله اکبر، صرف یو الله لوي دی، چې الله لوي دی نو باید مونږ مسلمانان د الله اکبر په اصلي مقصد ځان پوه کړو؟ او په ځمکه د ریښتوني الله اکبر لپاره هلې ځلې وکړو.
مونږ باید د الله طاقت ومنو، د الله زور ومنو، د الله شان ومنو، د الله لویي ومنو، د الله نظام ومنو، داسې نه چې په خوله الله اکبر وایو او (العیاذ بالله) په حقیقت کې د الله اکبر ویلو او منلو نه منکر یو.


















