سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د ولسونو او نظامونو په جوړولو او ورانولو کې د تعليم، فکر او فرهنګ نقش  (څلورمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 10, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
12
ځلې شریک شوی
153
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

(د مولوي عبدالهادي مجاهد ليکنه)

حکومتي تعليمي نصابونه او غرب پلوې مطبوعات په اسلامي نړۍ کې د غرب د برلاسۍ دوه خطرناکې وسيلې:

غربي استعماري هېوادونو د اسلامي نړۍ د تسخيرولو لپاره هر ډول پوځي،استخباراتي، سياسي، اقتصادي، تعليمي او فکري وسائل کارولي دي، او په دې ټولو ډګرونوکې يې ښه ډېر مصاريف هم کړي دي. افغانستان هم هغه هېواد دی چې د نيولو په لاره کې يې استعماري هېوادونو ځانونه ستړي کړي دي. خو دا چې د تاريخ په اوږدو کې په افغانستان كې د يرغلګرو پښې نه دي ټينګې شوې، او هر ځل له دې خاورې سرماتي او شرمېدلي وتلي نو يرغلګر هم  د خپلو څېړنو او تجاربو له مخې د افغانانو د دغې مېړانې او معنوي قوت د سرچيني د ميندلو په هڅو كې دې نتيجې ته ورسېدل چې تر څو يې چې افغانان له خپلو معنوي ارزښتونو او خپل اصيل اسلامي او افغاني فرهنګ څخه منحرف کړي او د غرب په بې لارې او غير فطري فرهنګ كې منحل کړي نه وي نو هېڅكله به د دې خاورې په دایمي اشغال کې بريالي نشي. هماغه وو چې له ډېر پخوا راهيسې غربي هېوادونو په افغانستان کې د تعليم، فکر او فرهنګ په ډګرونو کې  خپل فعاليتونه شروع کړل ، او افغانان يې تر خپلو فکري، عقائدي او سياسي تأثيراتو لاندې راوستل.

په افغانستان کې د غربيانو د تعليمي او فکري تأثېرګذارۍ په سلسله کې خبره تر دې ځايه ورسېده چې حتی دولتي تعليمي ادارې هم په غربي هېوادونو پورې وتړل شوې، او په نصابونو کې يې د غربيانو ژبې او مفاهيم ځای پر ځای شول. د مثال په ډول: د استقلال ليسه د فرانسويانو لخوا، د اماني ليسه د جرمنيانو لخوا، د كابل پوليتخنيك د روسانو لخوا، د كابل پوهنتون د امريكايانو لخوا حمايه کېدل، او د همدغو هېوادونو ژبې وركې تدريسېدلې او فرهنګ يې وركې افغانانو ته تلقين كېده.

كله چې د نوي نسل غرب پلوي مشران د چارو د واګیو او د صلاحيتونو خاوندان شول، نو د هر ډول غربي فرهنګ او بې لاريتوب پر مخ يې د هېواد دروازې په پراخ ډول ورخلاصې کړې، او د بې دينۍ، فحشاء او بربنډتوب لپاره يې تبليغات وكړل، چې په نتيجه كې يې د لكونو افغاني نجونو او مېرمنو له سر ه پړوني وغورځول. خو چې په دې يې هم بسنه ونشوه، نو نجونې او مېرمنې يې په مكتبونو او دولتي دوائرو كې د (موډ) او (فيشن) په نامه د كميسونو لنډولو او د پرتوګونو غورځولو ته تشويق كړې چې هره ورځ به په ښارونو كې په لسګونو زره افغاني خويندې او ميندې د اروپايانو په څېر بې پردې، بې پرتوګه او لوڅې پونډۍ گرځېدلې، او دا هر څه د تمدن او ترقۍ تر عنوان لاندې تر سره کېدل.

 كافرو يرغلګرو د خپلو پرله پسې يرغلونو او عسکري اشغال په زور له مسلمانو ښځو حيا او پرده ليرې نه كړاى شوه، خو دغو افغانانو چې د غرب په فرهنګ لوی شوي او رنګ شوي وو جامې هم ورڅخه و ايستلې.

په حقيقت كې د افغاني ټولنې په بې لارې کولو کې داخلي (فرهنګيانو) تر خارجي (فرنګيانو) خطرناك نقش ولوباوه. دوئ د هېواد نشرات او مطبوعات د غربي فرهنګ د خپرولو لپاره په يومخيز ډول وقف كړي ول. دوئ د هېواد په ښارونو كې د ځوانانو داسې يو نسل وروزه چې د غرب لوېدلی او بې معنويته فرهنګ ورته تر اسلام او افغاني فرهنګي ارزښتونو ډېر غوره ښكارېده.

امريکايانو د افغانستان د اشغالولو تر څنګ د افغانانو نصابونه او مطبوعات هم اشغال کړل

دا ځل چې امريكا او انګريزانو د نورو غربيانو په ملتيا زموږ پر هېواد او دين يو ځل بيا پوځي يرغل وكړ، د هېواد شرعي حاكميت يې له منځه يوووړ، په زرګونو بې ګناه انسانان يې ووژل، ښځې يې كونډې او ماشومان يى يتيمان كړل، او د افغانانو د سياسي او فرهنګي سرنوشت واګي يې په خپل لاس كې واخيستل، نو بيا يې هم له ځان سره داسې غرب پلوي افغانان ملګري کړل چې د دوئ ټول جنايات توجيه كړي، او دغه استعماري يرغل افغانانو ته د ازادۍ، ډيموكراسۍ، مدنيت او ترقۍ په نومونو معرفي كړي.

 امریکا د افغانانو او افغانستان د تسخیر لپاره په لاندې شکلونو کې له تعلیم څخه کار اخلي:

( الف) امریکا په تېرو شپاړسو کلونو کې درې ځلې د افغانستان په تعلیمي نصاب کې بدلون راووست او له نصاب څخه یې د جهاد، دفاع، شهادت، غیرت، ازادۍ، اسلامي نظام، له کفارو څخه د کرکې، د اسلامي امت د یووالي او د دیني تعلیماتو او ساینسي اکتشافاتو تر منځ د ارتباط مفاهیم حذف کړل، او پر ځای یې د سولې، دېموکراسۍ، د غربیانو له نظره د بشر د حقوقو، د ښځو د آزادۍ، د ښځو او نارینه وو ترمنځ د اختلاط، موسیقۍ، ګډا، د فرهنګ په نامه د زړو افغاني خرافاتي انګیرنو او رواجونو د راژوندي کولو، د غربي ډوله مدني ټولنو د معرفي کولو او رائجولو، د هيومنيزم د فلسفې له مخې ټولو انسانانو ته په یوه سترګه د کتلو، له کفارو سره دیو ډول سیاسي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د خپلولو او د غربي او یا غرب پلوو شخصیتونو د معرفي کولو مفاهیم او مضامین ورځای کړل.

د تأسف ځای لا دا دی چې دا هرڅه يې د داسې خلکو په لاس وکړل چې ځانونه یې د اسلامي فکر مدافعين بلل، او د جهاد او هجرت په محيط کې یې د مهاجرینو او مجاهدینو په خيراتي پيسو ماسټرۍ او دوکتوراوې هم واخيستې، خو په آخر کې له خپل ټول علم او تجربې سره د اشغال د حکومت په ادارو کې د یرغلګرو تر څنګ ودرېدل.

امریکایانو د خپلې خوښې مفاهیم اکثره په ادبي، اجتماعي، تاریخي، فرهنګي او د مدني زده کړو په مضامینو کې ځای پرځای کړي دي ترڅو په پراخه پیمانه د نوي نسل په ذهن کې ځای ونیسي.

(ب) د امریکایانو له راتللو سره د افغانستان د تعلیمي حریم دروازه د هر چا پر مخ خلاصه شوه، او هر چا دلته د خپلې خوښې تعلیمي ادارې، شخصي مکتبونه، پوهنتونونه، لنډمهالي او اوږدمهالي کورسونه جوړ کړل، او په هغه کې یې خپل خپل نصابونه عملي کړل.

غربي هېوادونه او مؤسسات چې د دغو تعلیمي ادارو تر شا ولاړ ول له یوې خوا یې د افغانستان تعلیمي نصاب له اسلامي ارزښتونو محروم کړ، په نصاب کې د شاملو دیني کتابونو د چاپ لپاره د پيسو ورکړه ورباندې بنده کړه تر څو نوی نسل د مکتب په نصاب کې هم د دیني کتابونو له شتون څخه محروم شي، او له بلې خوا یې د ټولنې د شتمنې طبقې اولادونه د خپلو افغاني ملګرو په توسط په شخصي تعلمیي ادارو کې احتوا کړل، تر څو يې هلته په واردو شويو پردیو نصابونو وروزي.

دغه په پرديو نصابونو روزل شوی نسل به هم افغانستان په راتلونکي کې  په هماغه ډول د پرديو پر لار روانوي لکه څنګه يې چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه روان کړي دي.

(ج) امریکایانو د یوې سنجول شوې توطیې په ترڅ کې د افغانستان په خلکو داسې یو تعلیمي نصاب ور تحمیل کړ چې د اسلوب، تعلیمي مېتود او د معلوماتو د سویې په لحاظ د افغانستان د اوسني جنګ ځپلي معارف د معلیمنو او متعلمینو له سويې او وضعیت سره مطابقت نه لري. د دې کار نتیجه دا شوه چې نه موجوده معلمین دغه د پردیو له لوري فرمایشي نصاب په سم ډول تدریسولی شي، او نه هم زده کوونکي له هغه څخه سمه استفاده کولی شي، چې پدې ډول يې معارف، معلم، شاګرد او د هغوئ  سرپرستان ټول له یوه ذهني اضطراب سره مخ کړل. او چې د لوړو زده کړو په وزارتونو او نظام کې اداري او اخلاقي فساد هم وسره ملګري شي نو نتیجه یې د (تعلیم) پر ځای (تجهیل) راوځي، چې همدغه د غرب اوږد مهاله هدف هم دی. ځکه چې غرب او د اسلام نور دښمنان نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي، بلکې هڅه کوي چې د تل لپاره افغانان ځانته محتاج او له لاس لاندې وساتي. او که د تعليم په نامه څه مرستې ورکوي نو هغه هم يوازې په هغو حدودو کې وي چې خلک دې ورکې په فکري، فرهنګي او اخلاقي لحاظ په دوئ پورې وتړل شي.

(نور بيا)

مخکینې مطلب

ننګرهار کې افغان سرتېري ۴ امریکايي عسکر وژلي

بل مطلب

د نړۍ پای (۴۵مه برخه ) - د فرات له سيند څخه د سرو زرو د غره ښکاره کيدل -

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
0

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com