(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۱) الماس خدرخېل
د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په امنيه قوماندان عبدالروف ماما باندې بمي چاودنه شوې.
د هلمند د پوليسو وياند محمد زمان رسنيو ته ويلي، چاودنه تېره ورځ د طالبانو له لوري د يادې ولسوالۍ د سربند په سيمه کې د امنيه قوماندان په کرولا ډوله موټر شوې ده چې نوموړی پکې سخت ټپي شوی دی.
نوموړي زياته کړه، په چاودنه کې د امنيه قوماندان دوه ساتونکي هم ټپيان شوي او بل چاته پکې زيان نه دی اوښتی.
عبدالروف تر دې وړاندې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې د امنيه قوماندان دنده سر ته رسولې او مخکې هم ټپي شوی دی.
تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
خو وخت ناوخت امنيتي چارواکي او دولتي منسوبين د وسله والو طالبانو د غلچکي بريدونو او بمي چاودنو هدف ګرځي.


















