(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۱) الماس خدرخېل
په کابل ښار کې د اعتراض کوونکو او د ولسمشر تر منځ د خبرو اترو پلاوی وايي، چې د ولسمشر اشرف غني سره يې کتلي او د اعتراض کوونکو د غوښتنو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.
د افغانستان د ملي شورا د څلوېښت کسيز پلاوي غړي او د ولسي جرګې دوهم نايب نذيراحمد احمدزي چې له ولسمشر سره يې ليدلي وايي، ولسمشر ډاډ ورکړی چې د اعتراض کوونکو قانوني غوښتنې به ومني.
د يادې شورا د پلاوي په وینا، اعتراض کونکو د هغو کسانو د پېژندل کېدو او محاکمې غوښتنه کړې چې په کابل کې پرمظاهره ډزې کړې دي.
د راپورونو له مخې اعتراض کونکو د ملي امنيت شورا د مشر په ګډون د يو شمير امنيتي ارګانونو د مشرانو د لېرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
نذیراحمد احمدزي وايي، د ښار په منځ او واټونو کې د خېمو درول او د لارو بندول چې له امله یې ولسي خلکو ته ستونزې پېدا شوې، د قانون مخالف کار دی.
له تېرو څو ورځو راهيسې د کابل ښاريان شکايت کوي او وايي د اعتراض کوونکو د خيمو له امله لارې او واټونه بند شوي او دوی له سختو مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي.
د دغه کميټې د ستونزې د حل غړي نذیر احمدزي رسنيو ته ويلي، چې د اعتراض کونکو له لوري تر یوه حده ډاډ ورکړل شوی چې نن به دا ستونزه حل او اعتراض کوونکي به خپلې خېمې ټولې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستيال محمد همايون همايون وويل، چې لویه ستونزه پخپله په ولسمشر او حکومت کې ده، ټولې پېښې او چاودنې چې په هېواد کې کېږي، لامل یې د حکومت کمزوري ده.
نوموړي له ولسمشر څخه وغوښتل چې د اعتراض کوونکو روا او قانوني غوښتنې دې ومني.


















