په امنیتي سیکتور کې د د دولت وزیر، امرالله صالح استعفا کړې.
امرالله صالح پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې استعفا یې کړې ده. نوموړي د خپلې استعفا لامل نه دی ښودلی، خو وايي ”پوهېږم ستاسې ذهنونو کې به ډېرې پوښتنې وي، خو امنیتي رازونو او مهمو ملي مصلحتونو ته په پام سره به هڅه وشي، چې د دغې استعفا عوامل او دلیلونه ژر ستاسې خدمت ته څرګند کړم“.
درې میاشتې وړاندې، ولسمشر محمد اشرف غني ”د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت“ په نامه یو نوی وزارت رامنځته کړ او امرالله یې صالح یې د وزیر په توګه ورته وټاکی.
ارګ او اجراییه ریاست تر دې دمه د صالح د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.


















