د ایرانیانو تر مشرۍ لاندې، په سوریه کې افغان شیعه جنګیالي او نور ملګري یې د عراق او سوریې ګډې پولې ته رسېدلي دي.
ایراني رسنۍ وايي، د فاطمیون په نوم په سوریه کې جنګېدونکي افغانان له تیرې میاشتې راهیسې هڅه کوله د عراق او سوریې ګډې پولې ته ورسېږي چې دوه ورځې وړاندې له سختو جګړو وروسته خپلې موخې ته ورسېدل. د تسنیم اژانس د خبر له مخې، فاطمیون جنګیالیو د ایراني جنرال، قاسم سلیماني سره په ګډه بریا لمانځلې.

د یادونې وړ ده چې ایران په سوریه کې د افغان شیعه جنګیالیو لپاره د فاطمیون په نوم جلا ګوند جوړ کړی دی. ویل کېږي چې فاطمیون په سوریه کې تر ټولو ستره ډله ده چې د ایران په ملاتړ د بشار الاسد له رژیم په ملاتړ جګړه کوي.
د فاطمیون جنګیالیو رسمي شمېره معلومه نه ده، خو د روان کال په لومړنیو کې یوه ایراني چارواکي ویلي و چې شاوخوا ۱۸۰۰۰ افغانان د دې ډلې تر چوکاټ لاندې په سوریه کې جګړه کوي.

فاطمیون جنګیاليو له ځينو رسنیو سره په مرکو کې ویلي، چې ایران افغان کډوال د دوی کورنیو ته د پیسو په بدل کې سوریې ته د جګړې لپاره لېږي. ځینو نورو بیا ویلي چې په زور د سوریې جګړې ته لېږل شوي دي.
د رسنیو په خبره اوس هم له افغانستان نه ایران او بیا له ایران نه سوریې ته افغانان لېږل کېږي.
کارپوهان وايي، د سوریې له جګړې وروسته به ایران فاطمیون په نورو سیمه ییزو شخړو کې د خپلو ګټو لپاره وجنګوي.
ملي امنیت هغه کس نیولی دي چې سوريې ته يې هزاره جنګیالي لیږل
بې وزله افغانان د ایراني اخوندانو په لومو کې؟

















