د امریکا دفاع وزیر: د افغانستان جګړه مو نه ده ګټلې

د امریکا دفاع وزیر وايي امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد روانه جګړه ګټلې نه ده.

د امریکا دفاع وزیر جیم مټیس نن سه شنبه کانګرس ته د خبرو پر مهال وویل چې امریکا د افغانستان په جګړه کې بریالۍ نه ده. مټیس د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته وویل “موږ په اوسني حالت کې د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې نه یو او هر څومره ژر چې کېږي موږ به دا وضعیت سم کړو”.

Secretary of Defense James Mattis appears before the Senate Armed Services Committee during a hearing on the department's 2018 budget on June 13, 2017.

د امریکا د کانګرس غړیو له دفاع وزیر نه وغوښتل چې د افغانستان په اړه ژر تر ژره خپله ستراتیژي اعلان کړي. جیم مټیس یې په ځواب کې وویل چې د افغانستان د جګړې لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې او د بلې میاشتې تر نیمایي پورې به یې کانګرس ته وسپاري.

د مټیس څرګندونې د امریکا د پوځ د هغو لوړ پوړیو چارواکو څرګندونې تائیدوي چې د افغانستان روانه جګړه “بن بست” بولي او د دغه حالت څخه د وتلو لپاره دغه هېواد ته د نویو عسکرو د لېږلو غوښتنه کوي. په افغانستان کې د امریکايي پوځونو قومندان، جنرال جان نیکولسن ویلي و چې په افغانستان کې څو زره نورو سرتېرو ته اړتیا شته تر څو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ګومان کېږي چې د ټرمپ اداره به افغانستان ته لږ تر لږه ۳۰۰۰-۵۰۰۰ نور سرتېري ولېږي.

Image result for us army afghan army

جیم مټیس په افغانستان کې روانه جګړه په داسې حال کې بایللې بولي چې طالبان ورځ په ورځ پرمختګ کوي او له افغان ځواکونو ستراتیژیکي سیمې لاندې کوي. سیګار ویلي، افغان حکومت د افغانستان پر ۵۹،۷ فیصده خاورې حاکمیت او یا نفوذ لري.

امریکا په ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان یرغل وکړ. د امریکايي چارواکو په وینا، تر دې دمه تر ۲۳۰۰ زیات امریکايي سرتېري وژل شوي او تر ۱۷۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button