عزیر اسدخیل
پیغله واده شوه ، له خاوند سره یی ډیره مینه درلوده ! هغی به تل خپل میړه سهار مهال د جماعت لمانځه ته راپاڅاوه، یوه ورځ داسی شو چی خاوند یی له خوبه راویښ کړ خو جومات ته په تللو کی ور څخه ځنډ وشو .
مسجد ته چی ولاړ، دلمړی جماعت لمونځ تری تیر شوی وو ، په دوهمه جمعه کی یی لمونځ اداء کړ ، د مسجد امام یی خواته ورغی، ورته ویی ویل: ته د پلانکی میړه نه یی ؟ سړې ټکان وخوړ!! ته زما ښځه څه پیژنی ؟ دا نوم دی له کوم ځایه زده کړی؟.
امام ورته وویل : په الله تعالی قسم چی نن می په خوب کی د لمړی جماعت لمانځه مقتدیان په جنت کی ولیدل له مونږ سره یوه ښځه هم وه ، ورڅخه ومی پوښتل چی ته څوک یې : راته ویل یی فلانکۍ یم د فلانکی میرمن .
سړی په منډه او خوشحالی دکور په لور راوګرځید چی خپلی ښځی ته د جنت زیری ورکړی، خو چی کور ته ننوت د خپل ژوند دملګریی حالت یی بل ډول وو ! هغی د کائناتو خالق ته خپل روح سپارلی وو ، او وفات شوی وه .

















