(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۴) الماس خدرخېل
په لندن کې په يوه ۲۴ پوړيزه لوړه ودانۍ کې اور لګېدلی چې له امله يې ۳۰ کسان ټپيان شوي دي.
اورلګېدنه تېره شپه د لندن په لويديځه سيمه کې د ګرينفل په نوم لوړه ودانۍ کې رامنځته شوې چې ټوله ودانۍ يې به لمبو کې راګير کړې ده.
د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې تر دې دمه د ديرش کسانو د ټپي کيدو خبرونه ورکول شوي دي.
ويل کېږي، ډيری کسان د ودانۍ په منځ کې بند پاتې دي او امکان شته چې ځينې کسان پکې مړه شوي هم وي.
د لندن د اور وژنې د ډلو د معلوماتو له مخې ۲۰۰ تنه اور وژونکي کسان د ۴۰ موټرو سره د اور د وژلو هڅه کوي.
تر اوسه پورې د اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی او ځايي مسئولينو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
















