د ملګروملتونو سرمنشي په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۴) الماس خدرخېل

نن د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيوګوتيرس په يو ناڅاپي سفر د افغانستان پلازمينې کابل ته راورسېد.

نوموړي ويلي،په دې سختو حالاتو کې افغانستان ته د راتګ موخه يې د حکومتي چارواکو او خلکو سره خبرې کول دي.

د راپورونو له مخې ګوتيرس د افغان ولسمشر سره د ليدلو سربيره دغه راز  د مدني ټولنې له يو شمېر غړو سره هم  پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ (UNAMA) هم کابل ته د ګوتيرس راتګ تاييد کړی دی.

نوموړی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې د دغه هېواد امنيتي وضعيت له نور هر وخت څخه ډېر د اندېښنې وړ او ترينګلی دی.

دا د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په توګه د ښاغلي انټونیو لومړنی سفر دی چې افغانستان ته یې کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button