(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۴) الماس خدرخېل
د راپورونو له مخې د دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت يا پنټاګان ته دا واک ورکړی چې افغانستان ته څومره پوځيان ولېږي.
رويټرز او فرانس پريس اژانسونو پرته له نوم ښودنې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې اوس مهال د امريکا د دفاع وزير جېمس متس دا پريکړه کولی شي، چې افغانستان ته څومره پوځيان واستوي.
د چارواکو په وينا تر اوسه دفاع وزارت افغانستان ته د اضافي سرتيرو د استولو پريکړه نه ده کړې.
تر دې مخکې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان په دغه هېواد کې د پوځيانو د زياتولو غوښتنه کړې وه.
راپورونه وايي، دمګړۍ افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي ځواکونه ميشت دي، چې افغان ځواکونو ته په روزونې، مشورو ورکولو او ځينو مهمو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ورسره برخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاع وزير تيره سې شنبه کانګريس ته وويل، چې امريکا دا مهال د افغانستان په جګړه کې ګټونکې نه ده خو دا حالت بدلیدلی شي.
نوموړي زياته کړه، دا مهال په افغانستان کې د طالبانو واک او ځواک زیاتېږي او په خبره يې چې له طالبانو سره د مقابلې لپاره د امریکا د نوي حکومت ستراتیژي به تر یوې میاشتې کانګرېس ته وړاندې کړي.
















