نړيوال بانګ افغانستان سره د ۵۰۰ ميليون ډالره مرسته کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۴) الماس خدرخېل

نړيوال بانګ له افغانستان سره د ۵۰۰ ميليون ډالره مرسته تصويب کړه، چې دغه پيسې به د افغانستان په پنځو ولايتونو کې په بېلابېلو پروژو ولګول شي.

نړيوال بانګ وايي، دا مرسته داسې وخت کې ورکول کېږي چې د افغانستان، امنيتي او اقتصادي وضعيت له ډير خطر سره مخ دی.

د نړيوال بانک اعلاميه کې راغلي، دغه مرسته شوې پيسې به د افغان مهاجرينو د مينو په بيا اباديو، په پنځو ښارونو کې د پراختيايي پروژو، برېښنايي پروژو او په لېرې پرتو سيمو کې د سړکونو جوړولو په برخه کې ولګول شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، له دغو پيسو څخه ۲۰۵ ميليونه ډالره به په هغو سيمو کې ولګول شي، کوم خلک چې د پاکستان څخه د بيرته ستنيدو له امله اغېزمن شوي دي.

د بانک د اعلاميې له مخې، له مرسته شويو پيسو به يې سل ميليونه د اصلاحاتو او سوداګرۍ، شل ميليونه د پنځو ولايتونو په ښارونو کې د عامه خدمتونو او برېښنا په برخه کې او دغه راز ۲۹،۴ ميليون ډالره به د غنمو د زيرمو په رامنځته کولو کې او د غلې د کموالي په لمنځه وړلو کې مصرف شي او پاتې شپيته ميليونه يې د هرات د برېښنا لپاره ځانګړي شوي دي.

بايد وويل شي، چې نړيوال بانک وړمه ورځ په خپل راپور کې افغانستان د نړۍ په کچه څلورم نا امنه هېواد وبللو او زياته يې کړه چې دغه هېواد کې د جګړو له امله د خلکو ژوند د اقتصادي وضعيت او غربت له امله په ټپه ولاړ او زرګونه کسان بې کوره شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button