سرلیکنه
د څو ورځو راپدېخوا په ننګرهار ولايت د سپين غره په لمن پچير او د ګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې سره د سيمې د پاڅونوالو جګړه روانه وه، چې همهاله داعش ډله د طالب وسله والو سره هم په جګړه بوخته وه. د ننګرهار ولايت نه د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې د تېر يوه کال راپدېخوا چې داعش په ننګرهار ولايت خوږياڼو، چپرهار، شينوارو، کوټ، هسکې مېنې، اچين او نورو سيمو کې جګړې پېل کړې وې هدف یې تورې بوړې ته ځان رسول وو.
د چپرهار د ځايي خلکو وينا ده، چې تېر کال د چپرهار په ډاګو سيمه کې د داعش ډلې او طالب وسله والو ترمنځ کومه جګړه وشوه او داعش ډله یې پسې واخیسته؛ د حکومت هوايي ځواک طالب وسله وال بمبار او داعش جګړه ماروته یې د خوږياڼو په لور د تلو لاره خلاصه کړه.
همدا رنګه د ننګرهار د هسکې مېنې ځايي اوسيدونکو هم د ګرګرۍ په سيمه کې چې د طالب وسله والو او داعش ترمنځ جګړه روانه وه، هوايي ځواک طالب وسله وال بمبار او داعش وسله وال تنګي ته په امن سره ورسېدل.
د ننګرهار ولايت د سپين غر په لمن کې توره بوړه هغه ځای دی، چې د روسانو د يرغل پر مهال د مجاهدينو ستر سنګر ؤ، چې بيا وروسته د طالبانو د حکومت پر مهال هم توره بوړه د امريکایانو سره د جګړې سنګر وګرځېد. په دغه غرنۍ سيمه توره بوړه کې مجاهدينو دومره ژورې سمڅې وهلي چې روسانو تر آخره پورې د تورې بوړې د نيولو کاميابي ترلاسه نکړه.
د ننګرهار د ځايي خلکو په وينا، حکومت خپله په لوی لاس داعش ډله تر تورې بوړې پورې ورسوله، چې د ننګرهار ولايت د پچير اګام په سيمه کې پاڅونوالو د داعش په مقابل کې پوره مقاومت وکړ، خو د جنګي تجهيزاتو د کمښت له امله چې پاڅونوالو د ولايت څخه بيا بيا غوښتنه وکړه او په وخت ورته ور ونه رسول شول، توره بوړه مهمه ستراتيژيکه سيمه داعش ډلې ته په لاس ورغله.
دا چې تورې بوړې ته څرنګه داعش وسله والو ځانونه ورسول، نور لاملونه لکه د طالب وسله والو سره پرلپسې جګړه، د پاڅونوالو سره جګړه؛ خو ستر لامل یې دا دی چې حکومت خپله داعش وسله والو ته تورې بوړې ته د رسېدا زمينه برابره کړه، چې اوس دا دی داعش وسله والو د تورې بوړې پورې اړونده سيمو کې جګړې پيل کړې دي او ځايي خلک له سيمې په تيښته خوندي ځايونو ته ځانونه رسوي.
د تېرې شپې د جګړې وروسته چې داعش ډلې توره بوړه ونيوله، اوس یې وسله وال د پچيراګام ولسوالۍ په لورې روان دي او په حکومتي پوستو یې هم بريدونه پيل کړي دي؛ خو حکومت تر اوسه پورې د داعش ډلې پر خلاف چې د تورې بوړې پر سر یې د طالبانو او پاڅونوالو سره جګړه پيل کړې ده هيڅ غبرګون نه دې ښودلى.
دا چې د تورې پوړې له لاسه د وتلو دمخه، ځايي امنيتي چارواکو له ولايت څخه په وار وار د مرستې غوښتنې وکړې او ولايتي چارواکې پرې چوپ پاتې شول، وروستي عواقب به یې نه يواځې دا چې ولس ته به په مرګونو او بې عزتيو تمام شي؛ بلکه حکومتي چارواکو سره به هم هغه سلوک وکړي لکه د مخه یې چې په کوټ او اچين ولسواليو کې له ولسي وګړو او امنيتي ځواکونو سره وکړ.
د ننګرهار ولايت چارواکي د تورې بوړې داعش ته په لاس ورکولو ولې د رسنيو په وړندې چوپ پاتې دي؟ همدا لامل دی چې توره بوړه حکومتي چارواکو داعش وسله والو ته په لاس ورکړه.
که د حکومت دا پلان وي چې په ننګرهار کې به توره بوړه داعش ته ورکړو، د طالب وسله والو مخه به پرې ونيسو؛ نو دا هم کيدای شي چې داعش د خوږياڼيو، پچيراګام، چپرهار او هسکې مېنې او په ننګرهارکې ځینې نورې ولسوالۍ په خپل لاس او ولکه کې واخلي او په مشرقي کې په ځانګړي نامه يو مرکز اعلان کړي چې له تورې بوړې به نورو ولاياتو ترې اکمالات پيل کړي.
د حکومت کړنو ته چې په ژور نظر وکتل شي داسې بريښې چې د پاکستان سره په ګډه مشوره به د طالبانو مشران ځپي او داعش ته به د تورې بوړې په ورکولو سره په افغانستان کې فعاليتونو ته زمينه برابره کړي، چې بالاخره به داعش ته دعراق موصل او رمادي ښارونو په څېر دهېواد په ختيځ کې خپل حکومت اعلانولو ته زمينه برابره کړل شي.
















