(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۴) منصور
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي ظاهر قدير وايي، د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د يو شمير هليکوپترو له لارې داعش وسله وال ښکته کېږي او له نا معلومه ادرسونو له لوري ورته وسلې هم ورکول کېږي.
نړۍ نيوز د ظاهر قدير له خولې ليکلي، چې ( د شينوارو په نرۍ اوبو سيمه کې دغې ډلې ته يو کانټينر وسلې ورکول شوي دی).
د راپور له مخې نوموړي په ولسي جرګه کې د ننۍ عمومي غونډۍ پر مهال وويل، په سيمه کې پوليس هم شته، پوستې هم شته، خو نه پوليس يې په اړه خبر لري او نه هم پوستې او داعش وسله وال تر تورې بوړې او تر وزيرو رسېدلي دي.
د قدير په ويناڅو ورځې وړاندې يوې چورلکې د بهسودو ولسوالۍ په باراباد سيمه کې پنځوس داعشيان کوز کړي چې د سيمې خلک يې شاهدان دي.
له تېرو څو ورځو راهيسې په ننګرهار کې د طالبانو او داعش وسلهوالو تر منځ نښتو کې داعشیانو د چپرهار له نيولو وروسته د پچير اګام ولسوالۍ د سليمانخېلو تنګی او يو شمېر نورې سټراټيژيکې سيمې نيولي دي.
سيمه ييزې سرچېنې وايي، د خوګياڼيو له وزيرو او سليمانخيلو تنګي سلګونه کورنیو د داعش له ګواښونو او ظلمونو له امله خوندي سيمو ته کډې کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
















