بریال عاطف
ګوګل د تیرې شنبې په ورځ د قبلې د صحیح لورې معلومولو لپاره یو نوی سرویس پر لیکه کړ.
نوی ویب اپلیکېشن چې د قبله موندونکې یا Qibla Finder په نوم نومول شوی د پرمختللې ټکنالوجۍ په مرسته کاروونکو ته د قبلې صحیح لوری ښيي. یاد سرویس چې د موبایل او کمپیوټر براوزر له لارې خلاصېږي هغه وخت د قبلې صحیح لوری ښيي کله چې په موبایل کې د موقعیت (Location) ځای ته د لاسرسي اجازه ولري.

د ګوګل دا سرویس په هر ډول انډرایډ موبایلونو او ډسک ټاپ کې کار کوي. (خو انټرنيټ به لري)
د ګوګل شرکت یو ویاند وايي له پنځو کلونو راهیسې چې موږ د قبله-موندونې په اړه ډیرې پلټڼې ولیدلې نو ځکه ګوګل یاد سرویس جوړ کړ تر څو زموږ کاروونکي په اسانۍ سره د قبلې لوری معلوم کړای شي.

د یادونې وړ ده چې د ګوګل یاد خدمت به له روژې وروسته هم شتون ولري.
د Qibla Finder نه د ګټې اخیستلو لپاره په خپل موبایل کې براوزر راخلاص کړئ او لاندې لینک ته ورشئ. کله چې وېب پاڼه راخلاصه شوه په Let’s Go باندې کلیک وکړئ (کېکاږئ). له دې وروسته به ستاسو د ځای نه د قبلې لورې ته یو شین رنګه لیکه یا خط ښکاره شي چې همدا د قبلې لوری دی.


















