(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۵) الماس خدرخېل
قطر د امریکا سره د ۱۲ ميليارده ډالرو په ارزښت د ۳۶ اف ۱۵ جنګي الوتکو د رانيولو تړون لاسليک کړ.
د قطر رسمي اژانس خبر ورکړی، چې دغه تړون په امريکا کې د قطر د دفاع وزير خالد بن محمد العطيه او د متحده ايالتونو د دفاع وزير جيمز متس تر منځ لاسليک شو.
د تړون د لاسليک پر مهال جيمزمتس وويل، چې ياد تړون به د امريکا په ۴۲ ایالتونو کې تر ۶۰ زرو کسانو ته د کار زمينه برابره او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې به لا پياوړې کړي.
د امريکا او قطر تر منځ دا تړون په داسې حال کې لاسلیکيږي چې د سعودي عربستان په ګډون لسو خليجي هېوادونو په دغه هېواد د ترهګرۍ سره د اړيکو او ملاتړ په تور خپلې اړيکې پرې او په دغه هېواد يې بنديزونه ولګول.
په ځانګړې ډول سعودي، متحده اماراو، بحيرن او مصر له خپلو هېوادونو د قطر ديپلوماتان وشړل او په دغه هېواد يې هوايي او ځمکنۍ لارې وتړلې او په يادو هېوادونو کې ميشتو قطريانو ته يې ۱۴ ورځې مهلت ورکړ تر څو خپل هېواد ته ستانه شي.
قطر ته د وروستيو ستونزو له راپيدا کيدو سره ټرمپ هم ويلي و چې قطر دې د ترهګرو له مالي ملاتړه لاس واخلي.
د يادونې ده، چې په قطر کې شاوخوا يوولس زره امريکايي پوځيان ميشت دي.
















