چين: امريکا افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو نا امنۍ ته لمن وهي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۵) الماس خدرخېل

چين وايي، افغانستان ته د نورو امريکايي ځواکونو راستول به د سيمې پر هېوادونو اغيز وکړي او دا پخپله بې ثباتيو ته لمن وهل دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لوکانګ افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د رالېږلو په اړه د دغه هېواد نظر څرګند کړی او زياتوي چې امريکا بايد د افغانستان خپلواکۍ او عرضي تماميت ته درناوی ولري او د نورو پوځيانو د استولو په اړه له دقت څخه کار واخلي.

د سپوټنيک نيوز د خر له مخې نوموړی وايي، په افغانستان کې د شخړو د ختمولو تر ټولو غوره لار د سولې له پروسې ملاتړ دی او پکار ده چې ملاتړ يې وشي.

هغه وايي، په افغانستان کې د سولې او امن راتللو ته ليوالتيا لري او هڅه کوي چې د افغانستان- پاکستان تر منځ منځګړيتوب هم وکړي.

جېمز متېس د چهارشنبې په ورځ د سنا استماعیه غونډې ته وویل چې ډېر ژر به د افغانستان د ستراتیژۍ او په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه پریکړه وکړي.

 د راپورونو له قوله اوس مهال امریکا شاوخوا اته زره څلور سوه پوځیان په افغانستان کې لري او له څو میاشتو راهیسې د امریکا پوځي قوماندان افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button