د ماليزيا يوه پوځي الوتکه لادرکه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۵) الماس خدرخېل

يو شمير رسنيو د ماليزيا د هوايي ځواکونو له قوله خبر ورکړی چې د دوی يوې پوځي الوتکې اړيکې پرې شوي او لادرکه شوې ده.

د دغه هېواد هوايي ځواک ويلي، چې هاواک ۱۰۸ډوله جنګي الوتکه غرمه مهال د کوانتان له پوځي اډې الوت وکړ چې لږه شېبه وروسته يې د اډې د رادار سره اړيکه پرې شوه.

په راپور کې دا نه دي ويل شوي، چې په دغه الوتکه کې څو تنه سپاره و، خو د ماليزيا د هوايي ځواکونو چارواکي وايي، چې د ورکې شوې الوتکې د لټون عمليات يې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button