غزني: ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۷) الماس خدرخېل
سيمه ييز چارواکي وايي، د غزني په آب بند ولسوالۍ کې د موټر د جنګېدو له امله ۷ کسان وژل شوي دي.
د غزني والي انجينر عبدالکريم رسنيو ته ويلي، پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د تودې چينې په سیمه کې د فلډر موټر او ټکر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زياتوي، په وژل شويو کې يوه ۱ ښځه پنځه ماشومان او یو سړی شامل دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
که څه هم نوموړی د پېښې لامل د موټرچلونکي بې احتياطي بلي، خو ډیری خلک په دې باور دي چې د سړکونو د خرابوالي له کبله وخت ناوخت په ډيری سیمو کې ټکرونه کېږي چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
د راپورونو له مخې وړمه ورځ هم په ياده ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنه کې شاوخوا يوولس ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.



