د آل سعود کورنۍ ! له قطر را وګرځه !

لیکوال: روحاني
که د د ښمن پسې دې اراده کړي وي نو شاته دې وګوره ؛ دعربي نړۍ او اسلامي امت ګډ د ښمن چې اسرائیل دي ، هغه هیواد دې خوا کې دی ؛ د اويا کلونو په دوران دې داسې کومه فعاله جبهه جوړه نکړاې شوه چې د (سایکس بېکو) تړون دې ننګولی وای او داسرائېلو پر خلاف دې عربي ټولنه پر خان راټوله کړی وای !!
ستا خپلې ستراتیژېکې دوستې ( امرېکې ) خو ستا د ایران سره په یمن کې نیابتي جګړه کې باد ووېستل او پاېله داشوه چې د ټرمپ سره دې د (۳۵۰) ملیاردو ډالرو په بیه وسلو اخستلو قرارداد سره د ټرمپ لپاره ښه بازارموندنه وکړه.
له قطر راوګرځه ! او په خپل دې عمل سره هغه هیواد هم دې ته مه اړباسه چې ستا په څېر سودا باندې مجبور شي ؛ امریکا به بیا ووایې چې : هغه هندو دوکاندار بېرته مسلمان شوی ، کوم چې ما خلکو ته هندو معرفي کړی وو ، خو ستا عمل بیا به د ټرمپ لپاره له مارکیټینګ څخه بل څه نه وي. او امت ته به دې مخ تور وي!!
ورونو ! وموکتل چې له قطر سره امریکا جوړه شوه ؛ ځکه د سعودي لخوا په مارکیټینګ سره یې پرې د دولس ملیاردو لومړۍ سودا وپلورله خو سعودی واکمن مخ تور شو !!



