د هند او افغانستان د تجارتي مالونو د تبادلې د پروازونو لړۍ پيلېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۷) الماس خدرخېل

ټاکل شوې ده، چې د کابل او نوي ډيلي تر منځ د تجارتي موادو د چټکې تبادلې لپاره د پروازونو لړۍ پيل شي.

په کابل کې د هند سفير وايي، د دغې لړۍ د پيل کولو موخه يې د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته پراختيا ورکول دي.

نوموړي زياته کړه، هند او افغانستان ته د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد لپاره د اريانا هوايي شرکت سره قرارداد شوی دی.

د هند د خارجه وزارت وياند ګوپال بګلاو خبريالانو ته ويلي، چې هوايي دهليز د ځمکني ترانزيت پر وړاندې د پرتو ستونزو له امله رامنځته شوی دی.

ویل کېږي، د کابل او نوي ډیلي د تجارتي موادو د تبادلې ځانګړی هوايي دهلېز د پاکستان په هوايي حریم کې تېرېږي.

پاکستان د ځمکې او هوا له لارې هند ته د افغاني مالونو پر انتقال محدوديتونه لګولي او د هند د سوداګريزو مالونو پر انتقال يې يومخيز بندیز لګولی دی.

د چارواکو په وينا، دغه پروازونه به د نړيوال سټنډرډ سره سم د پاکستان په هوايي حريم تېريږي.

د هند په ډیری بازارونو کې د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې توګه غالۍ زيات خريداران لري.

چارواکي وايي، ښايي دغه پرواز په اوونۍ کې يو ځل او يا هم په مياشت کې يوځل ترسره شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button