جيمز مېتس: افغانستان کې د روان ناوړه وضعيت مسؤل اوباما دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۷) الماس خدرخېل

د امریکا د دفاع وزير جيمزمېتس وايي، په افغانستان کې د روان ناوړه وضعيت مسؤل د امريکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما دی.

نوموړی زياتوي، له افغانستانه د ځواکونو ويستل او افغان ځواکونو نه ملاتړ د اوباما هغه پريکړې وې چې طالبانو ته يې وخت ورکړ چې ځانونه بيا منظم، جګړه تونده کړي.

متس دا څرګندونې د امريکا د سنا جرګې د تدارکاتو کميټې ته په خپله وينا کې وکړې او اوباما يې په افغانستان کې د روان ناوړه امنيتي وضعيت مسؤل وباله.

هغه وويل، چې دوی بايد خپل ځواکونوله مهالويش سره سم نه، بلکې حالاتو ته په کتو يې له افغانستانه ويستلي وای بيا به حالت دومره نه ترينګلی کیدو.

د میتس په خبره، په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستانه د ځواکونو وتل او د افغان ځواکونو نه ملاتړ هغه د پخواني ولسمشر اوباما هغه پريکړې وې چې له امله يې اوس مونږ د دې بد وضعيت سره مخ يو.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې ميشت د امريکايي ځواکونو قومندان له خپل حکومته په بيا بيا وغوښتل چې دغه هېواد ته نور پوځيان ور واستوي.

درې ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو اضافي ځواکونو د لېږلو واک دفاع وزارت يا پنټاګان ته ورکړ، چې  له مخې به يې په لومړۍ مرحله کې څلور زره سرتيري رالېږل کېږي.

اوس مهال په افغانستان کې د امريکا ۸۴۰۰ پوځيان ميشت دي، چې د افغان ځواکونو په روزنه، مشورو او ډیری وخت په شپنيو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې هم برخه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button