اسرائيلي عسکرو درې فلسطينيان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۷) الماس خدرخېل
د راپورونو سره سم د فلسطين په بيت المقدس سيمه کې ۳ فلسطينيان د اسرائيلي عسکرو له لوري په ډزو سره ووژل شول.
تېره ورځ اسرائيلي عسکرو وروسته تر هغې په دغه فلسطينيانو ډزې وکړې او ويې وژل، کله چې د دوی په وينا هغوی په عسکرو ډزې وکړې او له هغې وروسته يې يو اسرائيلي پوځي د چګړې په ګذار سره وواژه.
اسرائيلي پوځي چارواکو ويلي، چې دغه فلسطينيان يې د نښتې او اسرائيلي پوځي د وژنې په متاقبلو ډزو سره وژلي دي.
په راپور کې ويل شوي، چې د داعش يا اسلامي دولت پورې اړوند د اعماق په نوم انټرنيټ پاڼې د دغه حملې مسئوليت په غاړه اخيستی دی.
بايد وويل شي، چې دا لومړی ځل دی چې داعش ډله په اسرائيلو باندې د بريد مسئوليت په غاړه اخلي.
له ډيرې مودې راهيسې د فلسطين القدس ښار او نورې ډیرې سيمې د يهودانو تر اشغال لاندې دي، چې اسرائيلي حکومت پکې یهودان مسلح کړي، پوره واک يې ورکړی او په وړو پلمو پکې د فلسطیني مسلمانانو وژنې کېږي.
ډیری وخت داسې راپورونه هم ورکول شوي، چې اسرائيلي وسلوال ځواکونه هم د شک پر اساس فلسطیني پيغلي او ځوانان وژني.



