د امریکا جنګي بيړۍ ټکر کېدو پېښه کې ۷ کسان لادرکه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۷) الماس خدرخېل
د امريکا د سمندري ځواکونو په جاپان کې د يوې فيلپينۍ سوداګريزۍ بيړۍ سره ټکر کړی، چې له امله يې اووه کسان لادرکه شوي دي.
د راپورونو سره سم په دې پېښه کې اووه کسان ورک شوي او د امريکايي بيړۍ د قوماندې د افسر په ګډون دوه تنه نور د بيړۍ چلوونکي هم شامل دي.
مسئولين وايي، د پېښې ټپيان د طيارو پر مټ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د امريکا دغه جنګي بيړۍ د اېکس کرسټل په نامه له يوې لويې سوداګريزې بيړۍ سره ټکر شوې ده.
په ويډيو کې د امريکا جنګي بيړۍ ښکاري چې يوه څنډه يې زيانمه شوې ده.
د سمندري ځواکونو چارواکي وايي، د فيلپين د بيړۍ وزن چې دوی ورسره ټکر کړی شاوخوا ۳۰زره ټنه پورې و، چې د امريکايي بيړۍ په پرتله يې وزن درې واره زيات کېږي.
جاپانيان وايي، په ياده پېښه کې سوداګريزه بيړۍ ډيره لږه زيانمه شوې ده.



