د ترکي ځواکونو لومړۍ ډله قطر ته رسېدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۹) الماس خدرخېل

قطري چارواکي وايي، چې د دغه هېواد د ځواکونو لومړۍ ډله د قطر پلازمینې دوحې ته رسېدلې ده.

د قطر د دفاع وزارت پلازمينې دوحې ته د ترکيې د پوځيانو د لومړۍ ډلې رسېدلو پخلی کړی او ويلي يې دي چې ترکي او قطري ځواکونو د طارق بن زياد په مرکز کې ګډ تمرينات پيل کړي دي.

څو ورځې مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ يوه هوکړه لاسليک شوه، چې له مخې به يې ګډه پوځي همکاري او قطر کې د پنځه زره ترکي عسکرو ميشتېدل او پوځي اډه جوړول دي.

قطر ويلي، دغه تړون پخوا پلان شوی و چې اوس يې د عملي کولو چارې پيل شوي دي.

په عين حال کې ترکیه وايي، چې قطر ته یې د پوځیانو استولو موخه د «ټول خلیج» د امنیت خوندیتوب دی.

ترکيه په داسې حال کې خپل پوځيان قطر ته لېږي، چې دغه هېواد د سعودي عربستان په ګډون د ځينو خليجي هېوادونو له بنديزونو او ديپلوماتيکي اړيکو له پريکون سره مخ شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button