(کابل ټکی کام ۱۳۹۶/۳/۲۹ ) جاوید افغان
په یمن کې د سختو هوایې بمباریو له امله شاوخوا ۲۵ تنه وژل شوي. دغه هوایی حمله د سعودي سرحد ته څیرمه د صعده په نامه ښارګوټي کې شوې.
ویل کیږي یاده حمله د سعودي په مشرۍ ایتلافیانو کړې د حملې د قیق هدف د شدا په نوم دیوې ولسوالۍ بازار ؤ چې حوثي یاغیان پکې واکمن دي.
دا پداسې حال کې ده چې ایران لا هم د حوثي ملیشو ملاتړ ته دوام ورکوي او د پلازمینې صنعا په ګډون یې ګڼې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.
سعودي ایتلاف د امریکا له ملاتړ څخه برخمن ده او د حوثي شیعه ګانو پرضد یې د ۲۰۱۵م د مارچ راهیسې هوایې خونړۍ حملې پیل کړې.
د یادې نیټې را پدې خوا شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنه د دې جګړو له امله وژل شوي او سلګونه زره نور بې کوره شوي ، ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو ګوته هوایی حملو ته نیسي چې مسؤل لوری یې سعودي عربستان دی.


















