چینایی او ایراني ځواکونو ګډ پوځي مانورونه کړي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۶/۳/۲۹) فرید افغان

پداسې حال کې چې د ایران او امریکایانو کړکیچ ورځ تر بلې مخ په خرابیدو ده ،ایران په سیمه کې د یو بل ستر قدرت چین سره دهرمز په تنګی کې ګډ پوځي مانورونه ترسره کړیدي.
ویل کیږي دا مانورونه د ۲۰۱۴ کال را پدېخوا د دې دواړو لوریو تر منځ لومړني مانورې او تمرینات دي.

د ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله خبر ورکوي چې په یادو مانورونو کې د چین لخوا یوه چورلکه او د یوې لوژستیکي کښتۍ په ګډون دریو نورو کښتیو ګډون کړی ؤ او د ایران لخوا بیا یوې بیړۍ او ۷۰۰ سمندري ځواکونو برخه درلوده.

په خلیج کې دهرمز تنګي په اوژدو کې دامریکایی او ایراني لوریو ترمنځ څو ځلې حالات د ترینګليتیا تر سرحده رسیدلي.
د هرمز تنګي له لارې د نړۍ یو په درییمه برخه تیل لیږدول کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button