(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۲۹) الماس خدرخېل
د نيمروز ولايت د چخانسور ولسوالۍ لپاره د دولت ولسوال اقا محمد افضلي د وسله والو په چريکي برید کې وژل شوی دی.
چارواکي وايي، پر نوموړي باندې نن سهار مهال د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې بريد شوی چې له امله نوموړی ځای پرځآی وژل شوی دی.
د نيمروز د والي وياند احمد عرب رسنيو ته ويلي، د ولسوال افضلي پر موټر باندې نا معلومه موټرسيکل سپرو وسله والو ډزې کړي چې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی.
هغه زياته کړه، چې له سيمې څخه بريدګر وسله وال تښتېدلي دي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او د دغه ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې نوموړی يې د زرنج په ښار کې په وسله وال برید کې وژلی دی.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له لوري په ښاري سيمو کې په دولتي چارواکو او منسوبينو چريکي بريدونه ډیر شوي دي.

















