پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګول پیل کړل

د پاکستان پوځ نن رسما د ډیورنډ په کرښې د اغزن سیم او کټارو لګول پیل کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند د سه شنبې په ورځ ووویل چې د ډیورنډ په کرښې د کټارو او اغزن سیم لګول به په دوه پړاوونو کې ترسره شي، په لومړي پړاو کې به د باجوړ، مومند او خیبر ایجنسۍ او په دویم پړاو کې به د بلوچستان په ګډون په پاتې نورو سیمو د اغزن سیم او کټارو لګول پیل شي.

د پوځ د ویاند په خبره، پر کرښه به د پاکستان د پوځ او ایف سي ځواکونو پوستې او قرارګاوي هم جوړې شي.

بل خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، نجیب دانش اسوشیټیډ پریس ته ويلي پاکستان حق نه لري چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کټارې او یا نور تاسیسات جوړ کړي. نوموړي د یادو اقدامونه د عملي کېدو په صورت کې د افغانستان له لورې د ځوابي اقداماتو خبر هم ورکړ چې اشاره یې په سرحدي سیمو کې مخکنیو نښتو ته وه.

خو  د سپين بولدک په هغو سیمو له وړاندي لا پر هغه کلیو اغزن تار را تاو شوی دي چیرې چې دوې میاشتې وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه او د دواړو خواوو ته پکې زیان واوشتی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button