ظاهر قدیر: د تورې بوړې مکمله تصفیه د حکومتي رسنیو تبلیغات دي

راپور: فرید افغان، نشروونکی (کابل ټکی کام ۱۳۹۶/۳/۳۱)

ظاهر قدیر داخبرې تېره ورځ د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په توره بوړه سيمه کې له داعش ضد عملياتو د ليدنې پرمهال وکړې.

نوموړي په یاده سیمه کې رابلل شویو خبریالانو ته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړه چې لا هم د تورې بوړې ۶۰ سلنه سيمه د داعش په ولکه کې ده او امنيتي ځواکونه يې يواځې په ۴۰ سلنه خاوره واکمن دي.

نوموړی وایی: حکومت د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او ‹‹د پچيراګام ولسوالۍ ۱۳ کلي لا هم له داعش وسله والو سره دي او د تورې بوړې په ۶۰ سلنه خاورې هم د هغوی تسلط دی››.

ظاهر قدیر چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو وکیل دی تل یې حکومت د داعش سره په مرسته تورن کړی، نوموړي په یاد کنفرانس د ولسي پاڅون کوونکو په تمويل ټينګار وکړ.

همداراز یې د ننګرهار په ملکي او نظامي چارواکو غږ وکړ، چې مرکز او رسنیو ته دې کره راپور ورکوي، آخوا بیا د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د ظاهر قدیر خبره نه مني او وایی چې توره بوړه یې په مکمکل ډول له داعشي ملیشو څخه تصفیه کړې او هڅه کوي نورې سیمې هم ترې ونیسي.

نوموړي د نورو سیمو څرګند وضاحت ونکړ چې نورې سیمې د ټول پچیراګام ولسوالۍ اړوند دي که یواځې د تورې بوړې، هغه څه چې د قدیر خبره د حقیقت تر پولو رسوي.

ظاهر قدیر څو ځله رسنیو ته ویلي چې امریکایان د داعشي ملیشو تمویل او تجهیز کوي او د هوا له لارې ورته کوردینات او وسایل لیږدوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button