(سوله د پوځيانو په لېږلو کې نه، طالبانو سره په خبرو کې ده)

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۱) الماس خدرخېل
د افغانستان او سويلي اسيا د چارو امريکايي کارپوه بارنيټ روبين وايي، ترڅو چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دغه هېواد کې امريکايي عسکر ګواښ بولي افغانستان ته د نورو پوځيانو لېږل د امنیت په برخه کې مثبت اثر نه شي لرلی.
نوموړی زياتوي، د عسکرو زياتول هغه مهال ګټه کوي چې له طالبانو سره سياسي جوړجاړی وشي او د خبرو لپاره باوري فضا رامنځته شي.
هغه وايي، امریکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې خپل ټول پوځي ځواک استعمال کړ، خو کومه بريا يې ترلاسه نه کړه.
د روبين په خبره، هغه مهال طالبان چمتو وو، چې له امریکا سره مذاکرات وکړي، خو امريکايي چارواکو طالبانو ته هم د القاعدې په سترګه وکتل او له طالبانو سره يې له هر ډول خبرو اترو انکار وکړ.
نوموړی وایي، امريکا او متحده ايالتونه دې د افغانستان له ګاونډيانو سره ښې اړيکې ولري او په سيمه کې اقتصادي پروژې عملي کول به د سولې په راتلو کې مرسته وکړي.
بارنيټ روبين: افغان حکومت او امريکا دې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د افغانستان د چارو دغه کارپوه زياتوي، افغان حکومت او امريکا دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او په وينا يې ترڅو چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د باور فضا رامنځته نه شي او له هغوی سره رښتينې خبرې ونه شي، دغه هېواد کې سوله راتلل ناشوني دي.
دی وايي، طالبانو سره د خبرو سربيره امريکا بايد د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره هم خبرې وکړي او په دغه هېواد کې د اقتصادي پروژو عملي کول د سولې په راتلو کې ګټور تماميدلی شي.



