د سعودي پاچا محمدبن نایف له وليعهدۍ لرې کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳۱) الماس خدرخېل

د سعودي عربستان په شاهي نظام کې يو ستر بدلون رامنځته شوی او د دغه هېواد پاچا سلمان بن عبدالعزيز  د يو فرمان له مخې محمد بن نايف بن عبدالعزيز له وليعهدۍ لرې کړل شوی او پرځای يې د هغه ځوی ټاکل شوی دی.

د سعودي دولتي رسنيو خبر ورکړی، چې د شاهي کورنۍ له ۳۴ غړو څخه يې ۳۱ تنو د محمد بن سلمان ټاکل کیدل تایید کړي دي.
محمد بن سلمان چې ۳۱ کاله عمر لري او د اوسني پاچا ملک سلمان نه وروسته به د سعودي پاچا وي.

ويل کېږي، محمد د امريکا سره ښې اړيکې لري او په عين حال کې به د لومړي وزير د مرستيالۍ سربيره د دفاع وزير او د اقتصادي شورا مشري هم کوي.

د سعودي شاهي دولت کې يو لړ نور بدلونونه هم راغلي او پخوانی وليعهد شهزاده محمد بن نايف د کورنيو چارو د وزير په توګه احمد بن محمد السالم يې مرستيال ټاکل شوی دی.

راپورونه وايي، نوی وليعهد سلمان بن عبدالعزيز به بيګا شپه له تروايحو وروسته لوړه وکړي او رسماً به خپله دنده پيل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button