امریکا یوه او پاکستان دوه غبرګې ایرانۍ الوتکې را نسکورې کړې

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي، چې د پاکستان جيټ ايف ۱۷ جنگي الوتکو د بلوچستان په ایالت کې دوه ایراني بې پيلوټه نسکورې کړي،
د بلوچستان ایالت د چارواکو له قوله ویل شوي چې دا الوتکې یې د ایران سره گډې پولې ته څېرمه پنجگور سيمه کې د پولې د سرغړونې له امله نسکورې کړي دي.
چارواکو ويلي، د ایراني بې پيلوټو پاتې شوني يې په خپل واک کې اخيستي دي.
دا پداسې حال کې ده چې تیره مياشت د ایران او پاکستان گډې پولې ته څېرمه وسلهوالو لس ایراني پوله ساتي عسکر وژلي وو، چې بیا وروسته له هغه ایران پاکستان ته گواښ وکړ، چې د ترهگرو مخالفينو پر ضد به د پاکستان په گډون په هر ځای کې عمليات وکړي، خو پاکستان هغه مهال گواښ کړی و، که ایران داسې وکړي، پاکستان به «د خپلې دفاع» ځواب ووايي.
بلخوا بیا امریکايی چارواکو ادعا کړې چې د عراق او سوريې پولې ته څېرمه د الطنف سيمه کې یې یوه ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه ویشتلې
امریکايی چارواکو ويلي، چې یاده چورلکه د دوی ځواکونو ته ګواښ ؤ نو ځکه یې پرې برید وکړ.
وړمه ورځ هم امریکایی چارواکو د سوریې یوه الوتکه رانسکوره کړې وه چې روسیې پرې سخت غبرګون ښوودلی ؤ.
امریکایي چارواکو هغه وخت ویلي ؤ چې یاده الوتکه یې ځکه رانسکوره کړې چې په سوریه کې یې د دوی په ملاتړو داعشي ملیشو بمباري کوله.
فرید افغان



