اروپايي ټولنې افغانستان لپاره نوی استازی ټاکلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۱)
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ ستراتيژۍ مشرې فدريکا موګريني تېره ورځ په بروکسل کې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازي د ټاکلو اعلان وکړ.
موګريني د افغانستان لپاره نوی استازی یو تن بلجيمي ديپلومات رولاندکوبیا ټاکلی دی.
هغه وويل، چې دغه استازی به په افغانستان او سيمه کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.
ویل کېږي، رولاند کوبيا په افريقا او اسيا کې د سولې او پخلاينې په برخه کې پخوانۍ تجربه لري.
نوموړی اوس مهال، په میانمار کې د اروپايي ټولنې د دفتر د مشر په توګه دنده پر مخ وړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوی ټاکل شوي ځانګړی استازی به د روان کال د سپتمبر په لومړۍ نيټه خپله دنده پیل کړي.
اروپایی اتحاديه کې ۲۸ غړي هېوادونه دي چې هر یو يې په اروپایی کمیسیون کې یو استازی لری.
-الماس خدرخېل-



